يادونه: د دغه متن په پای کي د پاڼي د استعمال يوه ښوونيزه بې ږغه ويډيو هم سته

د دې له پاره چي د ختم کار او تنظيم زښت آسانه سي نو لطفا يو ۱۰ دقيقي وخت دې ته ورکړئ چي د www.crowdquran.com په سيسټم سر خلاص کړئ. که څه چي دغه ښايي اول درته مغلق معلوم سي، خو انشالله چي يو واري مو سر په خلاص سو، بيا زښت آسان دی. لطفا بيا هم کوښښ وکړئ چي سر په خلاص کړئ، ولي چي انشالله په آئنده کي به د ختم القرآن کارونه زښت زيات درته آسانه کړي.

الف ـ په هغه صورت کي چي تاسو فيسبوک اکاونټ ولرئ:
۱ ـ په خپل فيسبوک کي ځان لاګ اين کړئ. يعني خپل فيسبوک ته داخل سئ.
۲ ـ خپل انټرنټ براوزر يا هغه پروګرام چي پکښي انټرنټ پاڼي ګورئ پرانيزئ او د www.crowdquran.com پاڼه پکښي خلاصه کړئ.
۳ـ په کراود قرآن پاڼه کي پر شنې کلۍ لاګ اين Login کليک وکړئ
۴ـ پر Login with Facebook کليک وکړئ
۵ ـ پر View کلۍ کليک وکړئ چي د اړونده قرآن پاک د ختم د ليسټ مخي ته ده
۶ ـ اوس به تاسو ته د ۳۰ سپارو ليسټ وښودل سي چي په انګريزي ژبه Juz او بيا يې شمېره ورسره ليکلې ده. هغه سپارې چي مخي ته يې Book کلۍ وي هغه معنی دا چي دغه سپارې لا چا په ذمه نه دي اخيستي او تاسو يې ځان ته ټاکلای سئ. هغه سپارې چی مخي ته يې wait ليکلی دی، هغه معنی دا چي بل چا يې تلاوت په ذمه اخيستی دي. هغه سپارې چي مخ ته يې دوې کلۍ finish او cancel ليکلي وي، دا هغه سپارې دي چي تاسو مخکي لا ځان ته غوره کړي وې. که تاسو د دغې سپارې تلاوت بشپړه کړی وي نو پر finish کليک وکړئ. که تاسو مخکي ځان ته ټاکلې وې خو اوس يې له تلاوت څخه عذر کوئ نو بيا پر cancel کليک وکړئ چي نورو خلکو ته پرانستل سي چي هغوی يې تلاوت کړي.
۷ ـ که غواړئ چي پر آنلاين لا قرآن پاک تلاوت کړئ، نو بيا http://crowdquran.com/index.php/menu-articles پاڼي ته ولاړ سئ او هلته د ۳۰ واړو سپارو پي ډي ايف فايلونه موندلای سئ چي تاسو يې آنلايڼ هم پرانستلای او تلاوت کولای سئ. تاسو کولای سئ چي دغه سپارې خپل کمپيوتر ته ډاونلوډ هم کړئ.
۸ ـ تاسو د کراود قرآن پاڼي د استعمال د زدکولو له پاره پر يوټيوب دغه ښوونيزه ويډيو هم کتلای سئ: https://www.youtube.com/watch?v=uOIGjvmlu3c
ياده ويډيو د دغه متن په پای کي هم ايښودل سوې او تاسو يې کتلای سئ.

ب ـ په هغه صورت که غواړئ د فيسبوک بديله لاره ولرئ:
۱ ـ کراود قرآن پاڼه يعني www.crowdquran.com په خپل انټرنټ براوزر يا هغه پروګرام کي چي پکښي انټرنټ پاڼي خلاصوئ، دغه پاڼه هم پرانيزئ.
۲ـ په کراود قرآن پاڼه کي پر شنې کلۍ لاګ اين Login کليک وکړئ
۳ـ د رجستر Register شنه کلۍ پيدا کړئ او پر هغه کليک وکړئ چي ستاسو د ثبت پروسه پېل سي. د دغې کلۍ په کليک سره به تاسو ته يوه فورمه پرانستل سي. په دغه فورمه کي په لومړۍ خانه کي خپل نوم (مستعار نوم هم کارولای سئ) ټايپ کړئ. په دويمه خانه کي داسي نوم ټايپ کړئ چي په آئنده کي به د هغه په مرسته تاسو پاڼي ته ننوتلای سئ. په دريمه خانه کي ځان ته پټ نوم شفر يا پاسورډ ټايپ کړئ او په ياد يې وساتئ. دغه پاسورډ بايد حد اقل شپږ توري وي. په څلورمه خانه کي خپل د برېښناليک پته ټايپ کړئ. په آخري يعني پنځمه خانه کي هغه هيواد انتخاب کړئ چي تاسو پکښي ژوند کوئ.
۴ ـ د فورمې د ډکولو وروسته پر Register کلۍ کليک وکړئ او په دې توګه به تاسو په پاڼه کي ثبت سئ. د هغه وروسته به تاسو هميشه وکولای سئ چي د خپل کارن نوم او پاسورډ په مرسته پاڼي ته داخل سئ.
۵ ـ اوس پر Login کليک وکړئ او هغه کارن نوم چي تاسو ځان ته انتخاب کړی ؤ هغه او لاندي يې خپل ټاکل سوی پاسورډ ټايپ کړئ او پر هغه Login کلۍ کليک وکړئ چي تر خانو لاندي ده. په دې توګه تاسو اوس پاڼي ته داخل سواست او کولای سئ چي خپل ختم پېل کړئ، يا په روان ختم کي د سپارو په انتخابولو او تلاوت کولو کي برخه واخلئ. که غواړئ په روان ختم کي برخه واخلئ نو د پيل سوو ختمونو له ليسټ څخه يو ته داخل سئ.
۶ ـ پر View کلۍ کليک وکړئ چي د اړونده قرآن پاک د ختم د ليسټ مخي ته ده
۷ ـ اوس به تاسو ته د ۳۰ سپارو ليسټ وښودل سي چي په انګريزي ژبه Juz او بيا يې شمېره ورسره ليکلې ده. هغه سپارې چي مخي ته يې Book کلۍ وي هغه معنی دا چي دغه سپارې لا چا په ذمه نه دي اخيستي او تاسو يې ځان ته ټاکلای سئ. هغه سپارې چی مخي ته يې wait ليکلی دی، هغه معنی دا چي بل چا يې تلاوت په ذمه اخيستی دي. هغه سپارې چي مخ ته يې دوې کلۍ finish او cancel ليکلي وي، دا هغه سپارې دي چي تاسو مخکي لا ځان ته غوره کړي وې. که تاسو د دغې سپارې تلاوت بشپړه کړی وي نو پر finish کليک وکړئ. که تاسو مخکي ځان ته ټاکلې وې خو اوس يې له تلاوت څخه عذر کوئ نو بيا پر cancel کليک وکړئ چي نورو خلکو ته پرانستل سي چي هغوی يې تلاوت کړي.
۸ ـ که غواړئ چي پر آنلاين لا قرآن پاک تلاوت کړئ، نو بيا http://crowdquran.com/index.php/menu-articles پاڼي ته ولاړ سئ او هلته د ۳۰ واړو سپارو پي ډي ايف فايلونه موندلای سئ چي تاسو يې آنلايڼ هم پرانستلای او تلاوت کولای سئ. تاسو کولای سئ چي دغه سپارې خپل کمپيوتر ته ډاونلوډ هم کړئ.
۹ ـ تاسو د کراود قرآن پاڼي د استعمال د زدکولو له پاره پر يوټيوب دغه ښوونيزه ويډيو هم کتلای سئ: https://www.youtube.com/watch?v=uOIGjvmlu3c
ياده ويډيو د دغه متن په پای کي هم ايښودل سوې او تاسو يې کتلای سئ. 



دعا


هيله ده چي د پاڼي جوړونکي کسان په خپلو دعاؤ کي هير نه کړئ. لطفا موږ او زموږ آل و اولاد ته د خير دعا وکړئ.

انشالله په نژدې وخت کي به دغه معلومات په انځوريزه او لا تفصيلي توګه درته آنلاين کړل سي. لطفا خپل نور دوستان هم له دغې پاڼي خبر کړئ.

په درناوي احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د جون ۱۸مه نېټه، بون